کوچنی غل او غټ غل
د عنایت الله پویان لیکنه د عنایت الله پویان لیکنه

د  کمال اکا  کوچنوټې  لور (توره کۍ) منډه واخیسته او د څپاندې ویالې تر غاړې د هسکو،هسکو چنارونو تر سیورو لاندې ودریده. سترګې یې د چنارونو د پاڼو په هغو تصویرونو ولګیدې کومي چې د ویالې په څپوکې یې  مثلثي او مخروطي هندسي شکلونه جوړ کړي وو او د رنګ، رنګ تصویرونو د لیدو سره جوخت په چرت او فکر کې کښیوته او له ځان سره یې ؤ ویل(کله چې د وو کلونو جلکۍ وم، مورجانې مې راته د همدغو چنارونو د پاڼو د تصویرونو په څیر ګل ګلي کمیس ګنډلای ؤ او اوس دا مهال چې د اتو کلونو یم، هغه کمیس زوړ شوی دی او مور جانې مې زما د زاړه ګل ګلی کمیسه له روغو ټوټو څخه د خپل زاړه او پیوندي کمیسه لپاره ګل ګلي  رنګارنګ پیوندونه لګولي دي. توره کۍ بیا منډه واخیسته او په منډو، منډو یې ځان د هغه سپین جومات مخې ته نږدې ورساوه، هلته چې د ګلانو بوټي غوړیدلي وو او د جومات شاه او خوا سیمه یې رنګینه کړې وه. توره کۍ په غلچکي توګه د رنګارنګ ګلانو په بوټو کې ورننوته او د ګلانو سرې او زرغونې غنچې  یې را ؤشکولې  او  د  باد او  بریښنا  په څیر د خپل کور په لور را والوتله. د توره کۍ سپین ږیری پلار(کمال اکا) د غرمې د تودوښې  د تیرولو لپاره څو ګنټې وړاندې له کروندو څخه ستړی او ستومان خپل کور ته را ستون شوی ؤ او د وراسته شڼیدلي دیواله تر سیوري لاندې د شلیدلي پوزي د پاسه ستوني ستاغ ګنګس او کیچ پروت ؤ او خپله له خیرو ډکه پګړۍ او زوړ واسکټ یې خپل سرته بالښت کړې ؤ او په خټو ککړې شلیدلې ربړي څپلۍ یې پښوته نږدې پرتې وې- توره کۍ لنډې شیبې د خپل سپین ږیري پلار پښو ته نږدې ودریده او بیا یې دخپل پلار غیږي ته ور ؤدانګل او د ګلانو ګیډۍ یې د خپل پلار سترګو ته  ور وړاندې کړه او خپل پلار ته یې ؤ ویل(دا دا جانه! سترګې ؤ غوړوه او ؤ ګوره،ګلان ښایسته دي که زه ښایسته یم) د نورو ورځو په پرتله کمال اکا د کرهنې سخت کارونه سر ته رسولي وو او د ستړیا او ستومانۍ له لاسه د غږیدو توان یې نه درلود، نه غږیده. توره کۍ یو زل بیا د ګلانو ګیډۍ د خپل سپین ږیري پلار سترګو ته ور نږدې کړه او په ناز کې یې خپل پلار ته ؤ ویل(پلارجانه! ؤ ګوره ، ګلان ښایسته دي که ستا لور توره کۍ ښایسته ده) کمال اکا بیا هم خبرې ؤ نکړې. توره کۍ د خپل پلار د چوپتیا له امله زړه تنګې شوه او په ژړونکي غږ کې یې خپل پلار ته ؤ ویل(دادا جانه! ولې خبرې ناورې، وایم زه ښکلې یم که دغه ګلان ښکلي دي) کمال اکا په اړخ را واوښت او توره کۍ یې له ځان سره بل اړخ ته را واړوله او په زګیروي کې یې خپلې لور ته ؤ ویل(هو تورجانې، ته هم ښکلې او ښایسته یې او ګلان هم ښایسته دي، خو زه ګرمي وهلی یم او ستړی یم، یوه ګنټه مې پريږده چې سترګه پټه کړم او یوه  سترګه خوب ؤکړم او دمه مې جوړه شي) توره کۍ د خپل پلار له غاړې خپلې کوچنوټې مټې را تاوې کړلې او په ناز او کرشمو کې یې خپل پلار ته ؤ ویل(نه پلارجانه، ستړی نه یې، پاڅیږه بازار ته لاړ شه  او زما  لپاره  د همدغو ګلانو په څیر ګل ګلي کمیس او پيښورۍ

څپلۍ راوړه- د کمال اکا کروندې او ځمکې وسلوالو زور واکو ترې نیولې وې، له هغه سره د توره کۍ د کمیسه د پیریدو لپاره پیسې او ټنګې نه وې، هغه خواره کی د خلکو پوروړی ؤ او د خپلې نازولې لورکۍ پوښتنو ته يې د هو او نه ځواب نه درلود، په چرت او فکر کې کنګس او کیچ پروت ؤ او  نه غږیده . توره کۍ یو زل بیا د خپل سپین ږیري پلار د زړه په ټپونو مالګه ؤ دوړوله او یو زل بیا یې خپل پلار ته ؤ ويل (دا دا جانه! د پيښور د حیات آباد په دوکانونو کې پيښورۍ څپلۍ او ګل ګلي کمیسونه په سلو کالدارو خرڅید ل، دلته د کابل دوکانونه يې په څو پیسو خرڅوي) کمال اکا بیا هم څه ؤ نه ویل ـ  د توره کۍ سپین سرې مور(نازکو ترور)  د زاړه پوزي د پاسه  د  وراسته دیواله تر سیوري لاندې هغوی ته نږدې ناسته وه او د کمال اکا د شلید لي پیوندي کمیسه په څیرو يې پیوندونه لګول او د خپلې نازولې لورکۍ زړه ځورؤنکې  جنجالي خبرې او مرکې یې اوریدلې، نازکو ترور د تورکۍ پام ځان ته را واړاوه او بیا یې و هغې ته ؤ ویل(تورجانې! قربانکه دې شم، د پلار کروندې دې ظالمو ټوپکیانو ترې تیولې دي، هغه خواره کی د خلکو پوروړی دي، له هغه سره پیسې او ټنګې نشته چې بازارته دې لاړ شي او ستا لپاره دې پيښورۍ څپلۍ او ګل ګلي کمیس را وړي، هغه پريږده چې دمه جوړه کړي، زه بازار ته ځم او ستا لپاره ګل ګلي کمیس او پيښورۍ څپلۍ راوړم) توره کۍ د ماتې سرندې په څیر خوله خلاصه کړه او په ژړا شوه او په ژړا کې یې خپلې مور ته ؤ ويل ( ته دروغ وایې، ته درواغجنه ادې ګۍ يې، ته ما غولوې، ته پيسې نه لرې) نازکو ترور خبر ور غبرګه کړه او هغې ته یې ؤ ويل ( زه ریښتیا وایم، زه به د چرګانو هګۍ خرڅې کړم او په پیسو به یې ستا لپاره ګل ګلي کمیس او پیښورۍ څپلۍ واخلم) د توره کۍ چیغې لا پسې تیزې شوې هغې په چیغو چیغو کې خپلې مور ته  ويل  ( ولې دروغ وایې، چرګې خو هګۍ ناچوي، چرګې خو ګوړکې دي، چرګې خو د ټوغکي مرض نیولې دي) نازکو ترور ؤ ویل( چې داسې ده زه به د خپلو لاسونو د سپینو زرو پنګړي خرڅ کړم او په پیسو به یې ستا لپاره پیښورۍ څپلۍ او ګل ګلي کمیس واخلم) توره کۍ په چیغوچیغو کې ویل(ولې دروغ وایې، د زرو بنګړي دې پخوا د پاکستان د حیات آباد په کمپ کې د موټر د کرایې لپاره خرڅ کړل، بنګړي خو نه لرې) د توره کۍ د چیغو او کوکارو له لاسه کمال اکا خوب پریښود، شاه یې د وراسته  دیواله  په سپیرو لوټو او سپیرو خاورو ولګوله او نیغ کښینات او توره کۍ ته يې په قار او غضب کې ؤ ویل( توره کۍ شیشکې! غوږونه دې راته ؤ خوړل، جنجال مه جوړوه ، مرداره خوله دې ؤ تړه، چغې مه وهه او غلې شه) توره کۍ ویل ( نه غلې کیږم ، د کوکۍ پلار جبار خان او نور خلک څرنګه خپلو لورانو او زامنو ته ګل ګلي ګمیسونه آخلي، ته ولې زما لپاره کمیس او څپلۍ ناخلې) نو کله چې د جبارخان قوماندان نوم او د نورو قوماندانانو نومونه را بر سیره شول  د کمال اکا د قار او غضب پیریان را ؤ کټيدل او د یوه کوچني ماشوم په څیر يې له خپلې لورکۍ سره دعوې او ناندرې پیل کړې او په چیغو چیغو کې یې توره کۍ ته ويل ( لور جانې! خلک خو وسلوال سړي لرې، خلک خو د عربو ملکونو له اورپکو سره راشه درشه لري، خلک خو حزبونه او تنظیمونه لري، خلک خو وسلوال ګروپونه لري، خلک خو د تریاکو قاچاقونه کوي، خلک خو ځان مرګي اشرار او غولیدلي ډلې ټپلې روزي،خلک خو د ځان مرګو اشرارو لپاره تبا کونکي واسکټونه جوړوي) توره کۍ د خپل پلار د خبرو په ځواب کې ویل(ته هم وسلې تر لاسه کړه، ته هم پر ځان د مجاهد نوم کیږده، ته هم د کلي قوماندان شه، ته هم د تریاکو په قاچاق لاس پورې کړه ، ته هم د خلکو د وژلو لپاره ځان مرګي هلکان ؤ روزه، ته هم د عربو ملکونو ته لاړ شه او د جهاد دعوه ؤکړه او له هغوی څخه پیسې تر لاسه کړه) د توره کۍ د ډیرو چیغو او کوکارو له لاسه د کمال اکا  ماغزه ؤ ایشیدل هغه لاس واچا وه او توره کۍ یې له ویښتانو را ؤ نیوله او بیا یې د هغې په کوچنوټي مخ د څپیړو ګذارونه ؤکړل او د کمال اکا د څپیړو د ګذارونو سره جوخت توره کۍ پړمخې د شلیدلي پوزي د خاورو د ګردونو د پاسه را ګذ‌ار شوه او چیغې او  بغارې یې آسمان ته اوچتې شوي( وه مورجانې!دظالم بچي دا دا مې په څپیړو ؤ وهلم، سترګې یې راته ړندې کړې، ویښتان يې راته ؤ شکول) نازکو ترور ګنډل پریښودل، بیړه یې ؤکړه او توره کۍ یې د خاورو او خځلو له ګردونو څخه را پورته کړله او د کمال اکا څخه څوګامه وړاندې چوپه خوله کښیناسته او د شونډو لاندې یې خپل خاوند کمال اکا ته ؤ ویل( ريښتیا درته وايي، ته هم په ځان د مجاهد نوم کیږده، ته هم وسلې تر لاسه کړه ، ته هم د کلي قوماندان شه، ته هم د تریاکو په قاچاق لاس پورې کړه ) کمال اکا څه نه ویل او په تشویش او فکر کې ؤ- هسې نه چې خدای یې مکړه د توره کۍ سترګو ته زیان رسیدلای وي، خو د خدای د احسان له فضیلته  بلا وه  برکت يې نه ؤ  او د  تورکۍ سترګو ته تاوان او زیان رسیدلای نه ؤ- توره کۍ په سلګوسلګو کې د نازکو ترور په غیږ کې  له غصې ډک  او غمجن زړه ویده شوه، د ګلاپ د پاڼو په څیر نازکې سرکۍ شونډې یې په خوب کې ریږدیدلې، په کوچنوټي مخ یې د اوښکو ویالې را ماتې وې، هغه په خوب کې غږیدله او په خوب کې یې ویل (دادا جانه! چرګې هګۍ ناچوي، چرګې د ټوغکي مرض نیولې دي، چرګې کوړکې دي- پلارجانه! ادې ګۍ دروغ وایي، ادې ګۍ پیسې نه لري) کله چې دکمال اګا سترګې د توره کۍ په رپاندو سرکو شونډو او بهاندو اوښکو ولګیدې لاسونه يې د آسمان په لور اوچټ کړل او په ژړا شو(اې پاکه ربه، ته خو د خوارو خلکو مظلومتیا او د ظالمانو ظلمونه دواړه وینې، ولې دخوارو خلکو مرستې ته نه را دانګې) او کله چې نازکو ترور د خپل ځوریدلي خاوند چیغې او دعا ګانې واوریدې، ځمکه پرې سره شوه او خپل زوړ ټیکری يې په سر واچاوه او د غرمې په کرمیو کې لوڅې پوندې او چوپه خوله له کاله ؤ وته او د سپیره او شګلن ډاګ له لارې د جبار خان قوماندان د برجورې کلا په لور ؤخوځیده - د لمر اورینې شغلې او وړانګې د قصابانو د تیرو چاقوګانو او تیرو چړو په څیر د نازکو ترور د لوڅو او بربنډو وچو اوږو د پاسه را ښکته کیدې خو نازکو ترور د غمجنې دنیاګۍ په غمونو کې هرڅه هیر کړي وو،په ځان نه پوهیده او د سړو او تاودوښې احساس یې نه کاوه ، د بیسدو لیونو په څیر یې د جبار خان قوماندان د برجورې کلا په لور يې مڼډې وهلې او شاه ته یې نه را کتل- هغې په منډو منډو د قًوماندان د برجوورې کلا  دروازې ته نږدې  ځان ورساوه- کلاته په څیرمه، د مڼو او زردالوګانو په باغچو کې د جبارخان وسلوالو کسانو د چرسو چلمان ایښي وو او د چرسو نشې یې کولې، نازکو ترور په غلچکي توګه د وسلوالو چرسیانو له ګڼه ګوڼو تیره شوه او چوپه خوله د برجورې کلا په دروازګۍ ننوته. په لرې واټن کې سترګې يې د ببر سري وحشي قوماندان په ببر سر ولګیدې. قوماندان خپل د ناستې کټ د بر جورې کلا د هسکو هسکو دیوالونو تر سیرو لاندې ايښی ؤ او له خپلې تورې ماشیندارې سره د رنګین کټ د پاسه په غورې کې ناست ؤ او د خپلو افغانیو او کالدارو پنډلونه يې شمیرل او له هغه څخه لږ لرې د هغه چاغکه ډډه بډه میرمن(بی بی خوري جانه) هغه ته مخا مخ د یوه بل کټ د پاسه ناسته وه او خپل چرسي خاوند قوماندان لپاره يې د چرسو چلمان ډکول – نازکو ترور د چرسي قوماندان د احترام لپاره خپل وچ ډنګر لاسونه د خپلې وچې سینې په خوارو وچو هډوکو ولګول او په ډیر احتیاط د قوماندان حضور ته ور وړاندې شوله او په خوش آمد او زاریو او ننواتو یې لاس پورې کړ(قوماندان صیب جانه! خدای دې ستا سیوري زمونږ خوارانو او غریبانو له سر نه لرې کوي، په مونږ غریبانو او خوارانو کومې ستونزې چې را ځي نو تاته مڼډې را وهو او له تا څخه مرستې غواړو) قوماندان خپل خیرن او ببر سر د خپلوافغانیو  او کالدارو له بڼډلونو څخه را اوچت کړ او بیا يې نازکو ترور ته ؤ ویل ( خبرې مه اوږدوه، د خبرې بیخ ؤ وایه، په تا څه ټکه لګیدلې ده چې ماته دې ځان را رسولی دی) د نازکو ترور شونډې مرۍ مرۍ شولې او ژر ژر یې د خپل زاړه پوړني په پیسکې د خپلو ژړاندو سترګو اوښکې پاکي کړې او بیا یې ؤ ویل(ستا د مقدس او پاک جهاد له برکته هر څه سم دي، کوچنوټې لور کۍ لرم، ستا د کوچنوټې لور د کوکۍ همځولې ده او توره کۍ نومیږي د تورکۍ جامې شلیدلې دي هغه له خپل سپین ږیري پلار څخه نوې جامې غواړی او ژاړي که زمونږ د کروندو د سګني کال ماصول را کړې چې هغې ته پرې جامې واخلو دعا او ثنا به درته ؤکړو اومقدس جهاد به دې د پاک خدای په حضور کې قبول شي) کله چې د ځمکو د ماصول خبرې را پورته شولې د قوماندان مجاز واوښت،سترګې یې برګې برګې شولې او په قار او غضب کې یې نازکو ترور ته ؤ ویل (ستاسو د کروندو ماصول خو د جهاد په لارو لګیږي) نازکو ترور ؤ ویل (قوماندان صیب جانه! توره کۍ خو لا ماشومه ده او د جهاد په خبرو یې سر نه خلاصیږې) قوماندان د خپلو پیسو بنډ لونه د خپل واسکټ په کڅوړو کې ؤ مڼډل او بیا یې په قار او غضب کې نازکو ترور ته ؤ ویل(که توره کۍ ماشومه ده او د جهاد په فرایضو یې سر نه خلاصیږي ته خو ماشومه نه يې او د غواګانو په څیر بوس او کنجاړې نه خورې. تاسو او هر بسلمان ته په کار دي چې خپل الوادونه/اولادونه/ د جهاد د فرایضو په مانا پوه کړي) نو کله چې د جهاد خبرې را بر سیره شولې او د کفر د فتوا د صادرولو لپاره لار خلاصه شوله نازکو ترور خبرې بس کړې – هغه د یوې بې روحې مجسمې په څیر اوږدې شیبې د قوماندان پحضور کې چوپه خوله ولاړه وه. سترګې یې له اوښکو ډکې وې. دا خوا او هغه خوا اریان اریان یې ګتل، چا د هو او نه ځواب نه ورکاوه او کله چې د بی بی خورې سترګې د نازکو ترور په لمدو او ژړاندو سترګو ولګیدې ښځینه عواطف یې را ؤپاریدل او د شونډو لاندې یې خپل چرسي خاوند ته ؤ ویل( مه کوه سړیه، د خدای قار به را نازل شي او د دو شپو پاچاهي به دې ګډه وډه شي، ظلم پریږده او  د سږني کال ماصول يې ور کړه) د قوماندان ماغزه لا پسې نور هم ګډ وډ شو او په چیغو چیغو کې یې بی بی خورې ته ویل (چې په جهادي او سیاسي خبرو دې سر نه خلاصیږي نو بیا ولې په کاپرو کنومیستانو/کمونیستانو/ زړه خوږی کوې اوپه سیا سي خبرو کې ګوتې وهې- که زه په خط او قلم نه پوهیږم خو په سیاسی خبرو مې سر پوره  خلاصیږي)

بي بي خورې جانې په خوږې ژبې  و هغه ته ؤ ویل(چیغې مه وهه او په خوارو نالوستو مهاجرو بزګرانو د کفر ټاپې مه لګوه، که ته د جهالت له خره او ټټو څخه نه را کوزیږې  او لاس نیوی یې نه کوې. زه به يې لاس نیوی ؤکړم او دعا به ترې واخلم او د  مرستې لاسونه به ور ؤغځوم) د قوماندان چیغې غلې شولې او بی بی خورې جانه د یوې ښکلې کوټې په دروازګۍ ور ننوته. ښایسته  د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته په داسې حال کې چې دخپلې لور/کوکۍ/ زوړ کمیس يې په لاس کې نیولی ؤ په مڼډو مڼډو له کوټې را ؤ

وته او په موسکا کي يې نازکو ترور ته ؤ ویل (بیخي نوی دي، تڼۍ ګانې یې ماتې دي هغه به ورته ؤګنډې، لږ رنګ یې پیکه شوی دی خو زوړ نه دی ) نازکو ترور لاس ؤ غځاوه او کمیس یې تر لاسه کړ او په مڼدو مڼډو د جبارخان قوماندان له برجورې کلا څخه را ؤوته او د خپل کور او کلي په لور يې مڼډې پیل کړې. لا غرمه تیره نه وه خپلې درګاه ته ورسیده او د خپل کور په دروازګۍ ننوته- توره کۍ خپل خوب پوره کړی ؤ او د زاړه پوزي د پاسه د وراسته دیواله تر سیوري لاندې چوپه خوله نیغه ناسته وه او خپلې چړخنې سترګې يې د خپلو خیرنو لاسونو په سوکانو موږلې اود خپلې مور د لیدو لپاره یې دا خوا او هغه خوا سترګې اړولې.نازکو ترور د جبار خان قوماندان د لور له خیرو ډک  زوړکمیس د توره ګۍ مخې ته نږدې ؤ غورځاوه او د مخ خولې یې پاکې کړې شاه یې د ښڼیدلي وراسته دیواله په سپیرو خاورو  ولګوله او د توره کۍ مخې ته نږدې کښیناستله. د تورکۍ سترګې د جبارخان د لور د زاړه کمیسه په ماتو تڼۍ ګانو ولګیدې، په ژړا شوه (دا کمیس د قوماندان د لور د کوکۍ زوړ ګمیس دی، که دغه کمیس واغوندم د کوڅې ماشومان را باندې د ګدایي ګرکې نوم ږدي او راته پیغور را کوي- دادا جانه!لیونۍ ادې ګۍ ته ؤ وایه د پردیو خلکو زاړه کمیسونه مه راوړه.خپل کمیس مې  ښکلی دی، د پردیو

خلکو له خیرو او سپګو ډک ګمیسونه ناغوندم) کمال اکا خوب پريښود او د توره کۍ په لور يې ګامونه اوچت کړل او د کمیسه هره برخه یې په ډیر غور له نظر تیره کړه او بیا یې توره کۍ ته ؤ ویل(تورجانې! دومره زیات زوړ نه دی، نوی دی،کبر مه کوه اوجنجال مه جوړوه، وایې غونده) توره کۍ په چیغو چیغو کې ویل(نې آغوندم،ګریوان يې له خیرو ډک دی،تڼۍ ګانې یې ماتې دي رنګ یې پیکه شوی دی، د کوڅې ماشومان یې پیژني چې د قوماندان د لور زوړ ګمیس دی،دادا جانه! لیونۍ ادې ګۍ ته ؤ وایه: د قوماندان د لور د/کوکۍ/کمیس بیرته ویسه او د پردیو خلکو زاړه کمیسونه کورته مه راوړه) لا د توره کۍ چیغې چوپې شوې نه وې د کلي په کوڅو کې د ماشینګڼو،هاوانونو، او توپونو او ټوپکو د ټګانو آوازونه اوچت شول او د ماشینګڼو، هاوانونو او ټوپونو او ټوپکو په درزهار کې له ټوره کۍ څخه د زاړه او نوي کمیسه کیسه هیره شوه - کمال اکا منډه واخیسته او بام ته ؤخوت او د هغه پسې توره کي او د هغې مور نازکو ترور هم بام ته ؤختلې- له ورایه په لرې واټن کې د هغوي سترګې د جبار خان د کلا په برجونو ولګیدې- له کلا څخه د اور سرې لمبې او تور لوګي پورته کیدل او د کلا برجونه او هسک، هسک دیوالونه لوټې،لوټې ړنګ پراته ؤ او د دهشتګرو ځاله ویجاړه شوې وه- د څو ساتونو له تیریدو څخه وروسته د قوماندان وسلوالو کسانو د هغه د مړي جنازه د هدیرې په لور ځغلوله او د وسلوال بهادر پوز د را رسیدو سره جوخت دهشنګرو ډلو ټپلو وسلې غورځولې او د تيښتې په حال کې وو او کروند ګرو خپلې کروندې تر لاسه کړې وې او د څو ورځو وروسته د کلي امنیت  پسندو خلکو ته د جهان د مرستندویو ټولنو له خوا مرستې را ورسیدې او په کلي کې ژوند عادي حالت ته را واوښت- د کلي په جنکو او هلکانو بشري مرستې لکه دښونځی ضروریات کتابونه اوکتابچې او قلمونه او د تن جامې ؤ ویشلې شوې- توره کۍ او د هغې سپین سرې مور د ګل ګلي کمیسونو خاوندانې شولې او د پردي کمیسه کیسه د پای ټکي ته ورسیده- دخدای ښه دې وي.


May 1st, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان